The news is by your side.

د چین مېشتو افغان تاجرانو لخوا د روغتیایي توکو مرسته

خبریال وېب پاڼه/په چین کې مېشتو افغان سوداګرو له خپل هېواد سره د کرونا مبارزې لپاره د روغتیایي توکو مرسته کړې ده.

چین مېشته افغان تاجرانو د کرونا ویروس سپر وړاندې د مبارزې لپاره د ۱،۳ ټنه روغتیایي توکو مرسته کړې ده.

په چین کې د افغانستان سفیر جاوید قایم له رسنیو سره په خبرو کې تائید کړې ده چې یو شمېر افغان وداګرو چې په چین کې مېشت دي، له خپل هېواد سره یې د ګڼو روغتیایي توکو او تجهیزاتو مرستې کړې دي چې ډېر ژر به هې،اد ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله په آسیایي کچه یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره د کرونا پر وړاندې مبارزه کې د روغتیایي او بشردوستانه مرستو بکسې شریکې کړې دي.

تېره میاشت له افغانستان سره د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره د چین په ګډون، هندوستان، ازبکستان، عربي متحده اماراتو او ځینو نورو هېوادونو خپلې روغتیایي مرستې او تجهیزات شریک کړل.

افغانستان یو بېوزله هېواد دی چې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې له ګڼو روغتیایي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. تېره اونۍ د عامې روغتیا وزیر له نړیوال بانک، اروپایي ټولنې او د روغتیا له نړیوال سازمان څخه له افغانستان سره د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره د روغتیایي توکو او نورو آسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا د پلټنې ادارې یا سیګار هم په یوه راپور کې په افغانستان کې د روغتیایي ناورین له را منځته کېدو خبر ورکړی دی. دغې ادارې ویلي دي چې که د افغانستان روغتیایي سیستم ته نړیوال توجه و نه کړي، په راتلونکو څو میاشتو کې به له سخت ناورین سره مخ شي.

افغانستان د کرونا له امله له خوار بد حالت څخه تېرېږي چې په ګڼو برخو کې یې ستونزې را ولاړې کړې دي.

جاوید قایم وایي دوی په چین کې د سوداګرو یوه کمېټه جوړه کړې ده او هڅه کوي د کرونا وبا سره د مبارزې په موخه مرستې را ټولې کړي. نوموړی زیاتوي چې تر دې مهاله توانېدلي دي چې ۱،۳ ټنه روغتیایي توکو مرستې را ټولې کړي.

افغان سفیر وایي چې په یادو شویو موادو کې د کرونا د تشخیص کېټونه، ماسکونه، عینکې او نور اړین توکي شامل دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance