The news is by your side.

پکتیا کې جګړه د ښار تر څنډو را رسېدلې

خبریال وېب پاڼه/ پکتیا کې د چارواکو د نه همغږۍ له امله جګړه د ښار تر څنډو رارسېدلې.

د پکتیا اوسېدونکي او ولایتي شورا غړي وایي، د ولایتې ادارې او امنیتي مسؤولینو د نه همغږۍ له امله جګړه د ښار تر څنډو رارسېدلې.

په یوه مطبوعاتي ناسته کې د پکتیا ولایت اوسیدونکو او ولایتي شورا غړو، په ولایتي اداره او امنیتي مسؤولینو نیوکه وکړه چې د امنیت په تأمین کې پاتې راغلي او ورځ تر بلې جګړه زور اخلي.

په ورته وخت کې د پکتیا ولایتي مسؤولین وایي، په دې وروستیو کې د نورو وختونو په پرتله د وسله والو طالبانو جګړه څو چنده زیاته شوې.

د پکتیا ولایتي شورا ځینې غړي او د دې ولایت اوسیدونکي په یوه ناسته کې را ټول شوي وایي، د ښار په داخل کې د ترور پېښې زیاتې شوي او د ښار پر کمربندي پوستو د وسله والو بریدونه زیات شوي، دوی دې ناوړه امنیتي حالت اندېښمن کړي او په خبره یې چې جګړه د ګردېز ښار تر څنډو رارسېدلې.

د ولایتي شورا غړي هم پر ولایتي اداره او امنیتي مسؤولینو نیوکه لري او زیاتوي چې د ولایتي ادارې او امنیتي مسؤولینو تر منځ نه همغږي او د پیسو او اړیکو له مخې ګمارنې د دې لامل شوي، چې د ښار امنیت خراب او خلک له ستونزو سره مخ شي.

بل لور ته د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت ډاډ ورکوي، چې د ښار د امنیت د ښه ساتلو لپاره یې هڅې روانې دي او زیاتوي چې د وسلوالو بریدونو کې زیاتوالی نه یوازې په پکتیا کې راغلی بلکې په ټول سویل ختیځ زون کې دا ستونزه موجوده ده.

د پکتیا اوسېدونکي په داسې حال کې د امنیتي ستونزو په تړاو غږ پورته کوي، چې په دې وروستیو دریو ورځو کې د یاد ولایت د مرکز ګردیز ښار په کمربندي پوستو او ولسوالیو کې وسلوال بریدونه زیات شوي.

تېره ورځ هم د بلخ په زارع ولسوالۍ کې ۳۸ ولسي پاڅون کوونکو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د زارع ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو رسنیو ته ویلي، چې جګړه تېر ماښام پیل شوې وه او تر نن سهار پورې یې دوام درلود.

هغه زیاتوي چې په دغه نښته کې ګڼو پاڅون کوونکو او پولیسو ته تلفات اوښتي دي.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور بیا په خپل رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې زارع ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونو له امله ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل هم د جګړې او تلفاتو شتون تاییدوي خو په اړه یې جزیات نه ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.