اتمر: د بند پاتې زده کړیالانو ستونزو ته لاسرسی کېږي

خبریال وېب پاڼه/د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وایي چې په بهرنیو کې د بند پاتې افغان محصلانو ستونزو ته به لاسرسی وشي.

حنیف اتمر په خپل تازه بیان کې ویلي چې په هندوستان، ترکیه، قزاقستان، روسیه، مصر او پاکستان کې د بند پاتې شویو افغان زده کړیالانو په پار یې په دغو هېوادونو کې له افغان سفیرانو او ډیپلوماتانو سره خبرې کړې دي او تمه ده جې ډېری ژر به د دوی ستونزو ته لاسرسی وشي.

په تېرو څو اونیو کې ګڼ شمېر هغو افغان زده کړیالانو چې په بهرنیو هېوادونو کې زده کړې کوي، د ټولنیزو رسنیو له لارې شکایتونه کړي وو چې ګواکې دوی ته په اړوندو هېوادونو کې د افغانستان سفارت خونې پاملرنه نه کوي او د کرونا له امله د دوی سرنوشت له نا معلوم برخلیک سره مخ دی.

په هند کې افغان زده کړیالانو تېره اونۍ په یو ویدیویي پیغام کې ګیله کړې وه چې په ډهلي کې افغان سفارت ورته هېڅ پاملرنه نه کوي او په وینا یې د دوی د لیلیو تر څنګ د کرونا وبا ناروغانو ته د درملنې مرکزونه پرانیستل شوي دي، چې په خبره یې دې چارې د دوی اندښنې زیاتې کړې دي.

څو اونۍ مخکې په اسلام آباد کې د کرونا له امله بند پاتې شویو افغان محصلانو هم ورته شکایت درلود او پر افغان حکومت یې غږ کړی ؤ چې د دوی غمه وخوري.

حنیف اتمر په یوه خبرپاڼه کې چې نن شنبه یې په خپله ټویټر پاڼه خپره کړې، ویلي چې د هندوستان په ګډون یې په پورته ذکر شویو هېوادونو کې له افغان سفیرانو او ډیپلوماتانو سره د شاوخوا ۳۰ زره افغان زده کړیالانو پر ستونزو خبرې کړې دي. دی زیاتوي چې د کرونا د ناورین پر مهال به دوی ته ځانګړې برنامې په پام کې ولري.

د کرونا وبا په راتګ سره په ټوله نړۍ کې هوایي چلن ادارې هم کرنتین شوې دي او په پروازونو باندې بندیزونه لګېدلي دي، چې له همدې امله په یادو شویو اسیاسي هېوادونو کې څه د پاسه ۳۰ زره افغان زده کړیالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو په اروپایي هېوادونو کې تر دې مهاله د افغان محصلانو د بد حالت په هکله خبر نه دی ورکړل شوی.

ښاغلي اتمر همداراز پر بهر مېشته افغان زده کړیالانو غږ کړی چې د هېواد د ډیپلوماسۍ دستګاه به دوی یوازې پرې نه ږدي او په خپل ټول ځواک به د دوی ستونزو او غوښتنو ته لاسرسی وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More