The news is by your side.

افغانستان کې پر ښځو بنديزونه؛ پکتیکا کې ښځينه ډاکټرانې نشته

د طالبانو له خوا په هېواد کې پر ښځو د بنديزونو په درشل کې د پکتيکا ولايت اوسېدونکي د ښځينه ډاکټرانو له نه شتون سر ټکوي.

د پکتيکا روغتيايي مسوولين وايي په ټول پکتيکا ولايت کې يوازې دوه ښځينه ډاکټرانې دي چې ټولو ناروغانو ته رسيدګي نه شي کولی او له همدې امله د ښځينه ډاکټرانو پر ځای نارينه ډاکټران ګومارل کېږي.

د دغه ولايت له مرکز په لیرې پرتو سيمو کې اوسېدونکي اندېښنه لري چې د ښځينه ډاکټرانو نه شتوالي له امله يې د ښځو ژوند له لوی ګواښ سره مخ‌ دی او وايي زر تر زره بايد دا تشه ډکه شي.

د پکتيکا په مرکزي روغتون کې دوه په کار بوختې ډاکټرانې وايي د ناروغانو د زياتوالي او ډېر فشار له امله نه شي کولی ټولو ته یې پر وخت رسيدګي وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر مخ ټول پوهنتونونه تړلي دي.

خلک شکايت کوي چې که د نجونو پوهنتونونه خلاص نه شي نو ډاکټرانې به له کومه شي او دا ستونزه به لا ډېره جدي شي.

Comments are closed.

koi finance