The news is by your side.

بلخ کې د تالبانو والي په یوه چاودنه کې ووژل شو

خبریال وېبپاڼه: په بلخ کې د تالبانو والي محمد داوود مزمل په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د بلخ د امنیه قومندانۍ یو شمېر سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې چاودنه نن سهار نهه بجې د بلخ د والي د دفتر د دويم پوړ په دهليز کې شوې ده.

سرچینو زیاته کړې، چې په والي محمد داوود مزمل سربېره دوه نور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

بلخوا د بلخ له ولایتي روغتون څخه سرچینو خبریال وېبپاڼې ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې له دې چاودنې څخه څه باندې دېرش ټپیان هم روغتونو ته ور وړل شوي دي.

تالب ویاند ذبیح الله مجا هد هم پېښه تاییدوي او وایي، چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د یادونې ده چې د تالب نظام په راتګ سره دا لومړنی والي دی، چې په داسې پېښه کې وژل کېږي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل په قمبر څلور لارې کې د نن سهار په چاودنه کې د مرګ ژوبلې له خپلواک تاييد سره سره، تالبانو ویلي دي، چې دغې پېښې مرګ ژوبله نه لرله.

Comments are closed.

koi finance