The news is by your side.

داعش ډلې د هرات د اوبو رسولو ریاست پر کارکوونکو د برید پړه پر غاړه واخیسته

خبریال وېبپاڼه: د هرات د اوبو رسولو ریاست د کارکوونکو پر موټر له وسله وال برید یوه ورځ وروسته، د داعش خراسان څانګې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د داعش خراسان څانګې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هرات د اوبو رسولو ریاست پر کارکوونکو برید د دغې ډلې د جنګیالیو کار و.

د داعش په خبرپاڼه کې د دغه برید د څرنګوالي او د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.

تېره ورځ د هرات د اوبو رسولو رياست د کارکوونکو پر موټر د وسله والو کسانو په بريد کې د هرات د اوبو رسولو رياست د رييس په ګډون درې تنه ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

سره له دې چې له برید شاوخوا ۳۰ ساعته تېرېږي؛ خو تالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تالبانو د تېرې جمعې په شپه د هرات ښار په رباط کابلي سیمه کې د داعش پر یوه پټنځای د برید اعلان وکړ.

تالبانو ویلي وو چې په دغه برید کې یې د داعش د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه وژلي دي.

Comments are closed.

koi finance