The news is by your side.

تالبانو د بلخ ولایت ۱۲ اوسېدونکي له داعش سره د همکارۍ په تور په ډزو ووژل

خبریال وېبپاڼه: په بلخ کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې تالبانو د دغه ولایت ۱۲ اوسېدونکي له داعش سره د همکارۍ په تور په ډزو وژلي دي.

سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې تالبانو دغه کسان د چهارشنبې په شپه د مزارشريف ښار په دشت ګردان کې له خپلو کورونو را و ايست او وروسته يې په ډزو ووژل.

د معلوماتو له مخې وژل شوي کسان تاجک او هزاره ګان دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغو کسانو کې څلور یې د پخواني حکومت سرتېري دي.

تالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې تالبانو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو په ځانګړې توګه په بلخ کې د بېلابېلو جرمونو په تور لسګونه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

Comments are closed.