د شمالي کوریا پوځ ته د کیم جونګ اون امر: رښتینې جګړې ته چمتو اوسئ

خبریال وېبپاڼه: د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هیواد پوځ ته امر کړی چې د “ریښتینې جګړې” لپاره روزنه ګړندۍ کړي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د شمالي کوریا مشر دغه حکم نن په یوه پوځي اډه کې د پوځ د پوځي تمریناتو د لیدنې پر مهال صادر کړ.

د دغه هیواد د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، کیم جونګ اون خپلو پوځیانو ته ویلي، چې د دوو ستراتیژیکو ماموریتونو لپاره چمتو اوسئ- لومړی یې د جګړې مخنیوی او دوهم یې په جګړه کې نوښت دی.

هغه زیاته کړه: “پوځي واحدونه باید په دوامداره توګه په مختلفو شرایطو کې په بیلابیلو لارو کې د ریښتینې جګړې لپاره مختلف نقلي تمرینونه ګړندي کړي.”

په ورته وخت کې، د کیم جونګ اون او د هغه د لور خپاره شوي عکسونه ښیي چې دوی د شمالي کوریا د توپچي واحد لخوا د توغندیو توغولو ته ګوري.

په دې وروستیو کې سویلي کوریا او متحده ایالاتو د پیونګ یانګ لخوا د توغندیو ازموینو او ګواښونو په ځواب کې لس ورځنی ګډ تمرینات ترسره کړل.

هغه قضیه چې ویل کیږي د شمالي کوریا د مشر د نوي بیان او حکم لپاره یو انګیزه کیدی شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More