The news is by your side.

تالبانو په ننګرهار کې یوه ناوې په ډزو وژلې ده

خبریال وېبپاڼه: په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، تالبانو یوه ناوې د پوستې لخوا وژلې ده.

دا پېښه نن شاوخوا ۱ بجه د کوز کونړ ولسوالۍ په شګي کلي کې رامنځته شوې ده.

دا ناوې وروسته له هغه ووژل شوه چې تالبانو د هغې پر موټر چې په لوړ غږ یې موسیقي غږوله، د پوستې لخوا پرې ډزې وشوې.

سرچينې خبریال وېبپاڼې ته زیاته کړې، چې يوه مرمۍ د ناوې پر سر لګېدلې ده.

سرچینه وايي، تالبانو له لفظي شخړې وروسته ناوې په داسې حال کې په ډزو ویشتلې، چې د شاه او ناوې موټر د پوستې مخې ته ودرول شو.

ویل کیږي چې د قتل په تور تورن کس هم نیول شوی دی.

خو تالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېر کال هم تالبانو د دغه ولایت په سرخ سیند کې یوه ناوې په ډزو ویشتلې وه.

Comments are closed.