The news is by your side.

په بلخ کې د تالبانو لخوا د اته تنه وژل شویو قربانیانو کورنۍ عدالت غواړي

خبریال وېبپاڼه: طالبانو له دې اعلان وروسته، چې ګنې دوه شپې وړاندې یې یو شمېر کسان، د «بغاوت» او سړي تښتونې په تور وژلي، اوس د قربانیانو کورنۍ وایي، چې د دوی خپلوان بې‌ګناه دي.

د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړو نن د وژلو شویو خپلوانو جسدونه، د اعتراض په توګه کابل ته انتقال کړل.

دوی وايي چې کابل ته دې لپاره راغلي څو وپوښتي چې د کورنۍ غړي یې په کوم جرم وژل شوي دي.

اوس د دغو قربانیانو جسدونه، د کابل په یوه سیمه کې په ډله ییز قبر کې ښخ شوي دي.

ویل کیږي چې په وژل شویو کې پخواني پوځيان هم شامل دي.

ځینې سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې ددغو کسانو د وژلو په سیمه کې، یو طرفه ډزې شوې وې.

تالبانو د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ چې په مزارشریف ښار کې یې، اته تنه د «بغاوت او سړي تښتونې» په تور وژلي دي.

Comments are closed.