The news is by your side.

اميري: نړۍ بايد افغان ښځينه قاضيانې هېرې نه کړي

خبریال وېبپاڼه: د ښځینه قاضیانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې له نړۍ غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځینه قاضیانو وضعیت ته پام وکړي.

رینا امیري دا خبره نن د ښځینه قاضیانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ټویټر کې کړې ده.

هغې ویلي: “نړۍ بايد افغان ښځينه قاضيانې هېرې نه کړي، چې له کار کولو منعه شوې او د خپلو کورنيو لپاره د ډوډۍ د برابرولو هڅه کوي.”

د هغې په ​​وينا، افغان ښځينه قاضيانې د هغو کسانو له ګواښونو سره مخ دي، چې زندانونو ته يې لېږلې دي.

رینا امیري له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې د دې ډلې ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنۍ سره په هېواد کې د نورو پخوانيو دولتي کارکوونکو په څېر لسګونه ښځينه قاضيانې هم بېکاره شوې او اوس په ناوړه اقتصادي وضعيت کې ژوند تېروي.

د دې قاضیانو د سخت ژوند یو لامل دا دی چې طالبان ښځې د قاضي د مقام لپاره مناسبې نه ګڼي.

Comments are closed.

koi finance