The news is by your side.

د تالبانو د خپل منځي اختلاف له کبله؛ د کندهار والي بلخ ته لېږل شوی

خبریال وېبپاڼه: وروسته له هغې چې د بلخ لپاره د طالبانو والي د داعش له لوري ووژل شو، د طالبانو مشر ملاهبت الله د یاد ولایت لپاره د کندهار والي د لنډمهالي والي په توګه لېږلی دی.
د خبریال ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، د کندهار اوسنی والي محمد یوسف وفا ملاهبت الله ته تر ټولو نژدې کس ګڼل کېږي، چې بلخ ته یې هم له سختو خپل منځي جنجالونو وروسته لېږلی دی.
یوې باورې سرچینې خبریال ویبپاڼې ته ویلي، د بلخ ولایت د والي پر څوکۍ د طالبانو ترمنځ خپل منځي اختلافات زیات شوي، نو ځکه دا پرېکړه شوې چې د کندهار والي به یې د لنډې مودې لپاره چارې سمبالوي.
د دې اختلافاتو اصلي ریښه د حیرتان بندر د عوایدو د راټولولو پر سر ده.
د حیرتان بندر له لارې په دې وروستیو کې د وراداتو کچه زیاته شوې، چې یو شمېر طالبان هڅه کوي؛ ترڅو په دغه ولایت کې خپل نفوذي کسان ولري.
دوه ورځې مخکې د طالبانو د مالیې وزیر هم له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.
د یادونې وړ ده چې د بلخ لپاره طالبانو والي د پنجشنبې په ورځ په یو ځانمرګي برید کې ووژل شول.
داعش ډلې د هغه د وژل کېدو مسوولیت منلی.

Comments are closed.

koi finance