The news is by your side.

افغانستان بانک ته به راتلونکې می مياشت کې نوي افغاني بانک نوټونه وسپارل شي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي راتلونکې می مياشت کې به افغانستان ته د نويو افغاني بانک نوټونو لومړۍ بسته را ولېږل شي.

د افغانستان مرکزي بانک د تفتیش کمېټې مشر شاه محمود محرابي ويلي: فرانسوي شرکت ورسره ژمنه کړې چې د روان زېږديز کال می مياشت کې به د نويو افغانيو بسته افغانستان ته وسپاري او پاتې نورې به ورپسې درې مياشتو کې افغانستان ته وليږي.

په ورته مهال د افغانستان صرافانو ټولنه وايي د پنځه سوه او زر ګونو روپو ډېری نوټونه زاړه شوي او صرافان او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ګڼ شمېر هېواد وال وايي د افغانستان بانک بايد نوې افغانۍ بازار ته وسپاري څو خلک هم ترې ګټه واخلي وايي ځکه په بازارونو کې زړې پيسې ورکول کيږي خو بيا له دوی زړې پيسې نه اخيستل کيږي.

د يادونې وړ ده چې د تېر زېږديز کال په وروستيو مياشتو کې افغانستان ته د يو پولنډي شرکت له لوري نوې افغاني بانک نوټونه را لېږل شوي وو خو تر اوسه په بازار کې پرې تبادله نه ده شوې.

Comments are closed.