The news is by your side.

بلخ کې پرلپسې چاودنې؛ د خبريالانو يوې غونډې پرمهال چاودنې لسګونه خبریالانو ته مرګ ژوبله واړوله

بلخ کې د وړمې ورځې له چاودنې وروسته نن يو ځل بيا د خبريالانو په يوه غونډه کې د چاودنې پر مهال لسګونه خبريالانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ياده چاودنه نن شاوخوا يوولس بجې د بلخ تبيان کلتوري مرکز کې د خبريالانو د يوې غونډې پر مهال چې د خبريال ورځې په مناسبت جوړه شوې وه رامنځته شوه.

د بلخ ابو علي سينا روغتون روغتيا پالان وايي د چاودنې له ځايه څلور جسدونه ور وړل شوي چې تر اوسه پېژندل شوي نه دي او ګڼ ټپيان هم ور وړل شوي دي.

ويل کيږي د سارک خبريالانو نړيوال سازمان د افغانستان څانګې د يوه همکار عبدالصبور سيرت په ګډون له ۲۳ ډېر خبريالان ټپيان شوي دي.

د ځينو خبريالانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ ښودل شوی.

د سارک خبريالانو نړيوال سازمان مرکزي دفتر ياده پېښه غندلې او له حاکمو چارواکو يې غوښتي چې د خبريالانو امنيت او خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

Comments are closed.

koi finance