The news is by your side.

زرداري: د افغانستان طالبان دې له اسلام اباد سره همکاري وکړي

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زدراي له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې د افغانستان له طالبانو غوښتي چې له دوی سره د پاکستاني طالبانو په ځپلو کې مرسته وکړي.
نوموړي ویلي، اسلام اباد هیله لري چې د افغانستان طالبان ورسره په دې برخه کې لاس یو کړي.
هغه ویلي، طالبانو ژمنه کړې وه چې په خپله خاوره کې به ترهګرې ډلې نه پریدي او اوس د دې وخت را رسېدلی چې دا ژمنه پوره کړي.
زرداري زیاته کړې، دوی نه غواړي په افغانستان کې عملیات وکړي، خو غوښتنه کوي چې په دغه هېواد کې د ې د هغو ډلو پر وړاندې عملیات وشي چې دوی ته خطر جوړوي.
نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څه موده وړاندې هم د پاکستان حکومت په خوست کې د دوه قومندانانو په ګډون د تحریک طالبان پاکستان ډلې یو شمېر غړي ووژل.
د یادونې وړ ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې پر وړاندې فعالیتونه کړي دي.

Comments are closed.