The news is by your side.

نی: د بلخ چاودنه په افغانستان کې د خبریالانو لپاره د خوندیتوب نشتوالی ښيي

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) په بلخ کې د خبریالانو پر غونډې د برید په غبرګون کې وايي، دا پېښه په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب د کموالي ښکارندويي کوي.

نی نن ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې طالبان د خبریالانو خوندیتوب ته ډېره پاملرنه نه کوي.

نی په مزارشریف کې د تبیان په فرهنګي مرکز کې د خبریالانو پر غونډې د برید په تړاو اړوند بنسټونه د هر اړخیزو معلوماتو په نه خپرولو تورن کړل.

که څه هم دغه سازمان چې د خبريالانو دفاع کوي په دې پېښه کې د خبريالانو وژل او ټپي کېدل تاييد کړي، خو په دې اړه يې شمېرې نه دي ورکړي.

د يادونې ده، چې نن سهار په مزارشريف ښار کې د تبيان پر فرهنګي مرکز چاودنه وشوه.

په دغه فرهنګي مرکز کې د خبريالانو د درناوي په موخه مراسم جوړ شوي وو.

ویل کېږي، چې په دغه چاودنه کې د دیرشو شاوخوا خبریالانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Comments are closed.

koi finance