تالبانو د افغانستان جنوب لویدیځې سیمې لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نیولی
خبریال وېبپاڼه: په هلمند ولایت کې باوري سرچینې خبریال وېبپاڼې ته تاییدوي، چې تالبانو د افغانستان جنوب لویدیځ لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ سیمه ییز مشر (نورالله کلیوال) نیولی دی.
کلیوال په هلمند ولایت کې ونیول شو او تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.
خو په هلمند کې د تالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د کليوال د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
تر دمګړۍ د تالبانو له خوا د افغانستان جنوب لویدیځ لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ سیمه ییز مشر د نيول کېدو لامل نه دی معلوم.
دا په داسې حال کې ده، چې تالبانو په دې وروستیو کې په هلمند کې ګڼ شمېر ځوانان نیولي، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.
Comments are closed.