The news is by your side.

افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان په مرستو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی

خبریال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې په افغانستان کې فقر او د خوراکي توکو له اړه نه‌خوندیتوب، ددغه هېواد د میلیونونو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، د خوړو نړیوال سازمان له افغانستان سره خپلې مرستې ۲۵ سلنه کمې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې وویل، چې د خوړو نړیوال سازمان د روان زېږدیزکال په مارچ میاشت کې، د بودیجې له کمښت سره مخ شو او له همدې امله یې له اړمنو کسانو لپاره مرسته له ۷۵٪ څخه تر ۵۰٪ ته را کمه شوې ده.

اوچا وويل، د خوراک نړيوال سازمان د ۲۰۲۳ کال له پيله تر فبرورۍ پورې، په افغانستان کې له ۱۴ ميليونو اړمنو کسانو سره مرسته کړې، په داسې حال کې چې دغه سازمان د روان کال په مارچ مياشت کې يوازې دوه ميليونه اړمن کسان تر پوښښ لاندې راوستي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر ټینګار کړی، چې تر اپریل میاشت پورې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان د بحرانونو او طبیعي پېښو له اړخه، څلورم او د اقلیم د بدلون له اړخه، اتم زیان منونکی هېواد دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، سږ کال ۲۸.۳ میلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس له څلورو درې برخې جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

Comments are closed.