The news is by your side.

ویسټ: زموږ لویه هیله دا ده چې افغان نجونې او ښځې بېرته ښوونځيو او کار ته ستنې شي

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس ویست د نوروز په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د افغان نجونو او ښځو تر ټولو لویه هیله دا ده چې ښوونځي او کار ته ستنې شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په یو لړ ټویټونو کې ټولو افغانانو ته د نوروز مبارکي ورکړې ده.

ويست زياته کړه، چې نوروز د خوشبيني او د پسرلي د پيل وخت دى، زموږ تر ټولو ستره هيله دا ده چې افغان نجونې او ښځې بېرته ښوونځيو او کار ته ولاړې شي.

توماس ویسټ ټینګار وکړ چې په ټولنه کې د ښځو ونډه به د افغانستان لپاره روښانه راتلونکې راولي.

په ورته وخت کې نوموړي ویلي چې امریکا به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د ښې راتلونکې لپاره هڅې کوي.

دغه امریکايي دیپلومات په داسې حال کې د افغان نجونو د ښوونځيو د بېرته ستنېدو هیله کړې، چې تالبانو په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت په خپل پیغام کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانستلو یادونه نه ده کړې.

Comments are closed.