The news is by your side.

اشرف غني د زیلنسکي سره پرتله کول اشتباه ده!

پدې خبره کي، چي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اوکرین زیلنسکي سره د زړورتیا په موخه پرتله کیږي د امریکا یو لوی سوخت، مجبورې او منافقت پروت دی.

لومړی د امریکا پر سوخت، مجبورې او منافقت باندې تم کیږو. د امریکا مجبورې دا وه! چي خپله امریکا ویل موږ ځکه را ووتلو، چي پر اوکراین باندې د روسې د یرغل وخت راغلی ؤ او موږ نه شوی کولای، چي د افغانستان د جګړې ترڅنګ مو د اوکراین لاسنوی هم کړی وای.
دوهم د هغوۍ سوخت دادﺉ: چي دوی ولسمشر اشرف غني دي ته جوړ کړی ؤ، چي موږ به له افغانستان څخه راوځو او تاسو به جګړه مخ ته وړﺉ، خو ولسمشر په ښکاره امریکا ښه خوش باوره کړې وه هغه ؤ، چي په وتلو سره یې ولسمشر غني هرڅه د امریکا د طمعې خلاف پر بل لوري واړول.
دریم د امریکا منافقت دادی! چي دوی له یوې خوا د بشریت نارې وهې له بلې خوا د نړۍ ټول جنګونه د دوی لخوا رامینځ ته کیږي او تمویل کیږي. څه د پاسه څلویښت ۴۰ کاله کیږي، چي امریکا د افغانستان په جګړه کې ښکېله ده، خو تر پایه یې د افغانانو ترمینځ د سولې هڅه ونه کړه او په هر ځل، چي د افغانانو ترمینځ سولې ته د رسیدو په موخه زمینه مساعده شوې دوی یې په خپلو کي ځان ته سره پریښودلې دي.
په دنیا کي همدا دوه۲ هیوادونه، لکه: روس او امریکا ده، چي پر نورو یې راج چلیږي او د دوی تر سیوري لاندې به نور هیوادونه د ارام ساه اخلې خیر ځنې د ګوتو په شمار هیوادونه به وي، چي نسبې خپلواکې به لري، خو دومره نه دي، چي له دوی سره دي ډغرې ووهې.
افغانستان د اسیا د زړه حیثت لري او روسیه پر اسیا باندې د راج چلولو قوت د ځان سره لري، باید افغانانو په هغه وخت کي، د شوروي اتحاد د مخنیوي لپاره د امریکا د قوي کیدو او منافقت لپاره جګړه مه وای کړې، ځکه نن به مو همدا حال نه وای.
که نن اوکراین جګړه کوي، نو؛ ښکاره ده، چي راتلونکی سرنویشت به د زیلنسکي د ښاغلي ډاکتر نجب، نورمحمدترکي، حفیظ الله امین په شان وي او د یاد هیواد سرنویشت به یې د افغانستان په شان وي، ځکه که تاسو اوس هم د اوکراین هیواد او افغانستان حالات په تصویرانو کي وګورۍ درته به مالومه به شي، چي په اوکراین کي امریکا په خپل منافقت کي کامیابه، خو د افغانستان بغیر د خلکو له مهاجریت څخه هر څه پر ځای او د کابل دنګې ماڼۍ یې سوخت ور زیات کړی.
د لیکنې پر اوږدیدو بخښنه غواړم خپلې لومړۍ خبرې ته راځم، چي د ولسمشر غني او زیلنسکي پرتله کول به لویه اشتیباء وي، ددي دوو۲ ښاغلو پرتله کول ځکه اشتیباء ده! چي امریکا د افغانستان جګړه مستقیم خپله د عمل په ډګر کي رهبرې کوله، يو دم یې هوایې او ځمکنی کومک پر افغان ځواکونو بند د طالبانو سره سولې ته په منافقت ورسیدل هغه طالبان، چي امریکا یې شل۲۰ کاله ناټو پرضد وجنګوله، د ګونتنامو زندان یې په ډک کړ، ترهګره ډله یې نومولې وه او د هغوۍ د هر مشر پر سر یې په میلونونه ډالر انعام ایښی ؤ.
دوهم د افغانستان جګړه خپله داخلې جګړه وه دلته، چي هر څوک وژل کیدی هغه افغانان ؤ درد د دواړو خواؤ يو ؤ، طالبان هم افغانان ؤ. څومره، چي پدې هیواد کي د ولسمشر غني حق جوړیدی همدومره د طالب حق جوړیږي. څومره، چي ددي هیواد پر ولسمشر غني حق جوړیدی، همدومره پر طالب ددي هیواد حق جوړیږي، له تاسو سره به سوال پيدا شي، چي بیا ولي طالب اقتدار ته د رسیدو په موخه خپل خلک وژل او هیواد یې ورانوی دا د هغوۍ په ناوړه سیاست پوري اړه لري، دي بحث ته زه ځکه نه ځم، چي د طالب د مکمل سیاست سره مخالف یم.
ولسمشر اشرف غني د ځان، ولس او هیواد سره ښه وکړ، چي په مکمل ډول یې واک مقابل لوري ته بغیر بي جګړې پریښودی او دا دروند مسولیت یې طالب ته ور تر غاړې کړ.
که یې داسي مه وای کړي بیا هم واک طالب ته په لاس ورتلی، خو هغه وخت به کابل د تیر په شان یو ځل بیا په کنډواله بدل شوی وای، په لکونه هیوادوال به وژل شوي وای، افغانان به په ژوندو کي تر ټولو مجبوره ولس وای ځکه راڅيرمه ګاونډيانو په مطلق ډول غوښتل، چي باید واک طالب ته په لاس ورشي، هغه مهال به بیا ولسمشر غني ځان، ولس او هیواد ته پړ او نه بخښونکی وای.

زیلنسکي د پورته ټولو یاد شوو ټکو سره د ولسمشر د پرتلې وړ نه دی، ځکه زیلنسکي خپل ښکلی اوکراین د وحشت په ښار بدل کړ، په زرګونه اوکراینان یې ددي روانې جګړې خورک کړل لا پای ته نه دي سره رسیدلې، اقتصاد یې له مینځه ولاړی.
هغه ورځ يوې نړیوالې رسنۍ خبر خپور کړی ؤ، چي د اوکراین په جګړه کي په ورځني ډول که په هفتوار ډول اوس مي سم ذهین ته نه راځي پنځه سوه ۵۰۰ روسي عسکر وژل کیږي، دغه ارقام میاشتنه یا هم کلنې کړو څه فکر کوﺉ، چي د اوکراین به څه حال وي، چي د روسان یوه مرمۍ د ځمکې پر مخ او له هوا څخه بغیر له اوکرانیانو نه لګیږي.
باټک زیلنسکي، چي جګړې ته اوږه ورکړه! تر شاه یې د امریکا او اورپا د ملیاردونو ډالرو، جنګې وسایلو زور ورسره دی او د جګړې له زوره ناخبره دی بل پر هیواد یې د یرغل د تورې تېارې پلو غوړیدونکی دی، خو له دغه یرغل، چي نن روسې پر کړی بریالی ووځي صبا یې امریکا پر کوي، ښه به دا وای، چي بي جګړې یې ځان له روسې سره یو تفاهم ته رسولی وای .
زما په کم فکر اوس هم لویه اشتیباء کوي، ځکه د بل په قوت جګړه به یې داسي مات کړي، لکه: څنګه، چي نن افغانستان او سوریه دي او د نابودۍ کندې ته یې اچول کیدل حتمی شوی دی.

لیکوال: ورک افغان

Comments are closed.

koi finance