حامد کرزي په افغانستان کې د ملي خبرو پر ژر پیلیدو ټینګار وکړ
خبریال وېبپاڼه: پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملي خبرو پر ژر پیلیدو ټینګار کړی دی.
پخواني جمهور رئیس د نوي کال د مبارکۍ په پیغام کې، ملي خبرې د ملي یووالي د ټینګښت او په افغانستان کې د تلپاتې سولې په تامین کې اغېزمنې وبللې.
کرزي هیله څرګنده کړې، چې طالبان به د افغانستان د سوکالۍ، پرمختګ او پر ځان بسیاینې په برخه کې د پوهنې بنسټیز اهمیت ته په پام سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
پخواني ولسمشر د افغان ښځو لپاره د کار کولو د حق غوښتنې باندې ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تالبانو لا له وړاندې د ملي خبرو اترو او په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنې ته شا کړې ده.
Comments are closed.