The news is by your side.

پاکستان کې د سیاسي ناکراریو دوام؛ پولیسو د تحریک انصاف شاوخوا ۳۰۰ پلویان نیولي

خبریال وېبپاڼه: په پاکستان کې د سیاسي ناکراریو له دوام سره د دغه هېواد پولیسو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف شاوخوا ۳۰۰ پلویان نیولي دي.

رویټرز د تحریک انصاف ګوند د مرستیال فواد چودري په حواله راپور ورکړ؛ چې د دغه ګوند ۲۸۵ پلویان د لاهور او اسلام اباد په ښارونو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د عمران خان دغه شمېر پلویان په وروستیو ورځو کې له پولیسو سره د نښتې په تور نیول شوي دي.

فواد چوهدري زیاته کړه: “پولیسو تیره شپه د ټولو مهمو مشرانو په کورونو چاپه وهلې.”

د پاکستان پولیسو په لاهور او اسلام اباد کې د تحریک انصاف د پلویانو د نیولو پخلی کړی دی.

د عمران خان او د پاکستان د حکومت ترمنځ ترینګلتیا په دغه هیواد کې د سیاسي ناکراریو نوی پړاو په نښه کړی دی.

دا هم په داسې حال کې چې پاکستان له خورا بې ساري اقتصادي بحران سره مخ دی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر چې تېر کال د دغه هېواد په پارلمان کې له رایې ورکولو وروسته د صدراعظمۍ له څوکۍ لیرې شو، غواړي ژر تر ژره انتخابات ترسره کړي.

هغه غوښتنه چې د پاکستان اوسني لومړي وزیر شهباز شریف رد کړې ده.

عمران خان د پاکستان پر حکومت تور پورې کړی چې د روان کال په نومبر میاشت کې به د انتخاباتو له سیالیو څخه یې لیرې کړي.

Comments are closed.