The news is by your side.

اوچا: سږ کال په تعلیمي مراکزو کې د نجونو شمولیت دوه چنده زیات شوی

خبریال وېبپاڼه: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی، چې په سیمه ییزو ښوونځیو کې د نجونو د شمولیت کچه ​​د تېر کال په پرتله دوه برابره شوې ده.

اوچا د افغان ماشومانو لپاره د ورلډ ویژن یو کلن راپور خپور کړ چې د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې پوښښ لري.

د دغه راپور له مخې، په ياده موده کې په سيمه ييزو ښوونيزو ادارو کې د شاملو نجونو شمېر له ۵۸۳۳ څخه ۱۱۱۶۱ ته لوړ شوی دی.

اوچا دا هم وويل، چې تر پوښښ لاندې نېول شويو سيمو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى له ٢٤،٥ څخه تر ٥٩ سلنې پورې لوړ شوى.

په ورته وخت کې د روزل شويو مذهبي مشرانو له خوا د ماشومانو د جبري ودونو د ١٣ پېښو مخه نيول شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ټینګار کړی، چې د دوی همکارانو په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د خپلې درې کلنې ستراتیژۍ پلي کول پیل کړي، چې پر اساس به یې ۲،۳ میلیونه کسان په نښه شویو سیمو کې تر پوښښ لاندې راشي.

اوچا په داسې حال کې په سیمه ییزو ښوونیزو موسسو کې د نجونو د شمولیت د زیاتوالي اعلان وکړ چې تالبانو له افغان نجونو د زده کړو حق اخیستی دی.

Comments are closed.