عمران خان او د هغه ملګري پر تروریزم تورن شول
خبریال وېبپاڼه: د پاکستان پولیسو عمران خان او د هغه ۱۷ نور نژدې ملګري او پلویان پر تروریزم تورن کړي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې کسانو کې هغه خلک شامل دي چې د شنبې په ورځ له پولیسو سره اخ او ډب رامنځته شوی وو.
که څه هم عمران خان تر اوسه دې اقدام ته کوم غبرګون نه دی ښوودلی، خو پر خپله ټوېټرپاڼه یې لیکلي چې د پاکستان پولیس د ده پلویان او د دوی ماشومان نیولي دي.
هغه د خپلو پلویانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال عمران خان پر دې تورن دی چې د خپلې واکمنۍ په دوره کې یې دولتي ډالۍ خرڅې کړې دي.
پر همدې تور محکمې ته د حاضرېدو لپاره پاکستاني پولیسو دوه ځله د خان د نیولو هڅه وکړه، خو د هغه د پلویانو له برید سره مخ شول.
Comments are closed.