د جوزجان د حج او اوقافو مدير نامعلومو کسانو وواژه

خبریال وېبپاڼه: په جوزجان کې ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په اقچې ولسوالۍ کې د حج او اوقافو مدير د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوى دى.

ځايي سرچينې خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې دغه پېښه نن سهار د اقچې ولسوالۍ د خرابات کوچې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د آقچې د حج او اوقافو مدير چې مولوي عبادالله نومېده، د ناپېژاندو کسانو له خوا په چاقو وژل شوى دى.

تر اوسه د مولوي عبادالله د وژنې لامل معلوم نه دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

په جوزجان کې تالبانو د دغې پېښې پخلی کړی دی؛ خو دوی په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

څه موده وړاندې په فاریاب ولایت کې د تالبانو د اقتصاد رئیس مولوي عبدالرحمن منصور هم نامعلومو وسله والو وواژه.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More