خلیلزاد: زه د پاکستان په اړه اندېښمن یم
خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د حکومت او عمران خان ترمنځ د ناکراریو او سیاسي جنجالونو په دوام، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
زلمي خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې د پاکستان پر وروستیو سیاسي پېښو خبرې کړي.
د خلیلزاد په وینا، داسې نښې شته چې د پاکستان د واکمن ایتلاف تر کنټرول لاندې پارلمان به له محکمې وغواړي چې عمران خان او تحریک انصاف په ټاکنو کې له ګډونه منع کړي.
هغه دا هم وویل چې داسې ښکاري چې اسلام اباد به عمران خان د پاکستان د حکومت د لومړۍ درجې دښمن په توګه معرفي کړي، چې په دغه هیواد کې به سیاسي او اقتصادي بحران لا پسې ژور کړي.
زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د احتمالي اقداماتو په تعقیب به د پیسو نړیوال صندوق له پاکستان سره مالي مرستې کمې کړي، چې له امله به یې تاوتریخوالی زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي چې دغه هېواد په خپلو کورنیو چارو کې د خلیلزاد مشورې ته اړتیا نه لري.
Comments are closed.