The news is by your side.

د پاکستان د استخباراتو يو کليدي‌ غړی وسله والو سره نښته کې وژل شوی

د‌ ای اېس ای يا د‌ پاکستان استخباراتو ډېر مهم او کليدي غړی مصطفی کمال برکي پرون ترهګرو سره يوه وسله واله نښته کې وژل شوی او اووه تنه نور ورسره ټپيان دي.

پاکستاني چارواکو هم. د نوموړي مړينه تاييد کړي او ويلي دي چې د دوی د‌ استخباراتو يو لوړ پوړی غړی مصطفی کمال پرون سه شنبه د جنوبي وزيرستان په انګور اډې سيمه کې وسله واله نښته کې وژل شوی.

پاکستاني چارواکو د وسله والو ترهګرو په اړه څه نه دي ويلي خو په پاکستان کې دا ډول بريدونه معمولاً د تحريک طالبان پاکستان ډلې له خوا کيږي.

وي او ای ډېوې د پاکستان ځايي استخباراتي چارواکو له قوله ليکلي چې مصطفی کمال افغانستان ته راغلی وو خو معلومه نه ده ‌چې ‌د څه لپاره راغلی وو.

مصطفی کمال د پاکستان استخباراتو یو مهم غړی وو چې په تېر کې يې د خيبر پښتونخوا څانګې د ای اس ای مشري هم کړی وه او د راپورونو له مخې چې د افغان طالبانو سره يې ‌د سولې په مذاکراتو کې هم مهم رول لوبولی وو اوو طالبان يې دې ته راضي کړي وو چې له امريکا سره خبرو ته کيني.

Comments are closed.