The news is by your side.

تالبان: په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله تر ۵۰ زیات کسان مړه او ټپیان شوي

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د سختې زلزلې له پېښېدو وروسته تالبانو اعلان کړی چې په دې طبیعي پېښه کې تر ۵۰ ډېر کسان ټپیان او وژل شوي دي.

د تالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي وزارت ویاند شفیع الله رحیمي رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې دغه کسان په کابل، بدخشان، خوست، پکتیکا، تخار، سمنګان، بغلان او لغمان ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د رحيمي په وينا، تر دې زلزلې وروسته تر ٦٣ زيات د استوګنې کورونه هم ويجاړ شوي دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند ټینګار کړی، چې دغه احصایې لومړنۍ دي او ښايي بدلون ومومي.

ده همداراز وویل، بشري مرستې باید سیاسي نه شي او له نړیوالو بنسټونو او موسسو یې وغوښتل چې د تېرې شپې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.

د راپورونو له مخې، تېره شپه د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې زلزله چې مرکز یې د بدخشان یمګان ولسوالۍ ښودل شوې، د افغانستان سربېره په پاکستان، هند او تاجکستان کې هم احساس شوې ده.

Comments are closed.