The news is by your side.

طالبانو د قلم لار ټولنې مشر او د تعليمي حقونو فعال مطیع الله ويسا له نيولو وروسته د هغه په کور چاپه وهلې

طالبانو پرون د کابل خوشال خان مېنه کې د قلم لور ټولنې مشر او د تعليمي حقونو فعال مطیع الله ویسا نيولی او زنداني کړی.

نن يو ځل بيا څو شېبې وړاندې طالبان د مطیع ويسا کور ته ورغلي د هغه او د ورونو مبايلونه او اسناد يې وړي دي او د هغو د کورنۍ غړي يې ښکنځلي او ګواښلي چې رسنيو سره په دې تړاو خبرې ونه کړي.

طالبانو تر اوسه نه دي ويلي چې مطیع ويسا يې ولې نيولی او چېرې وړې دی.

په ورته مهال د نوموړي نيول کېدو پراخ غبرګونونه راوپارولي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ټوماس نېکلاسن هم په خپله ټویټر پاڼه د ويسا د نيول کېدو له امله اندېښنه ښودلې او د نوموړي د خلاصېدو غوښتنه يې کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د اسيا څانګې، د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکي او ګڼو نړيوالو د ويسا په نيول کېدو اندېښنه او خواشينی ښودلې او د نوموړي د را خلاصېدو غوښتنه يې کړې ده.

د يادونې وړ ده چې مطیع الله ویسا له ۱۴ کالو راهیسی په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړو حقونو لپاره کار کوي.

Comments are closed.

koi finance