ټام ویسټ: ترهګري هیڅ ځای کې د منلو نه ده
خبریال وېبپاڼه: د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ د تالبانو د بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه د پروني ځانمرګي بريد په غبرګون کې ويلي، چې ترهګري په هر دليل او هر ځاى کې د زغم وړ نه ده.
دا خبرې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په یوه ټویټ کې کړي.
توماس ویسټ وویل، چې په کابل کې یې د یوه ځانمرګي برید په اړه تریخ راپورونه ترلاسه کړي دي.
ټام ویست په کابل کې د پروني ځانمرګي برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې افغانان کافي زیانمن شوي دي.
د راپورونو له مخې، په پروني ځانمرګي برید کې چې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته څېرمه وشوه د دریو طالبانو په شمول شپږ تنه ملکیان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.
د دغه برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.
که څه هم له پېښې نږدې ۲۴ ساعته تېرېږي، خو طالبانو تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی اعلان کړې.
Comments are closed.