The news is by your side.

ملګرو ملتونو د مطیع الله ویسا د نیول کېدو وضاحت غوښتی

خبریال وېبپاڼه: تېره ورځ د طالبانو له لوري د پوهنې د برخې فعال مطیع الله ویسا نیول شوی، چې د علت او ځای په اړه یې لاهم معلومات نه دي ورکړل شوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما پرخپله ټوېټرپاڼه د نوموړي د نیول کېدو د علتونو وضاحت غوښتی.
یوناما لیکلي، طالبان باید دا په ډاګه کړي، چې مطیع الله ویسا یې ولې نیولی او اوس مهال یې چېرته انتقال کړی دی؟
په ورته مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم پر خپله فیسبوک پاڼه د ویسا د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
پښتین لیکلي، د زده کړو د ترلاسه کولو لپاره غږ اوچتول کوم جرم نه دی.
بل لورته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټرریچارډ بنټ هم د هغه د امنیت خوندیتوب مهم بللی او له طالبانو یې غوښتي چې د هغه د ټولو حقونو درناوی وکړي.
ویسا ته نژدې سرچینو خبریال ویبپاڼې ته ویلي، چې نوموړی تېره ورځ له جومات څخه کورته پر لاره وو چې د طالبانو له لوري ونیول شو.
لاهم د هغه د ځای په اړه معلومات نه دي ورکړل شوی.
په ورته مهال خبریال ویبپاڼې هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم ولري، خو بریالي نشو.
د یادونې وړ ده چې د مطیع الله ویسا له تېرو ۱۴ کالو راهیسې د «قلم لار» په نوم یوه ټولنه لري او له همدې لارې په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې فعالیتونه کوي.
نوموړي په دې وروستیو کې د نجونو د ښوونځيو پرانېستو په اړه هم خپل غږ پورته کړی وو.

Comments are closed.

koi finance