The news is by your side.

ویسا باندې د طالب ټاپې؛ دوی ویلي، چې د ویسا فعالیتونه بهرني دستورونه دي

خبریال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې مطیع الله ویسا یوازې د پوهنې په برخې پورې اړوند فعالیتونه کول؛ طالبان وايي، چې نوموړي په افغانستان کې د بهرنیو په دستور کار کاوه.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د پوهنې د برخې فعال مطیع الله ویسا خپل سرې کړنې کولې.
نوموړي ویلي، مطیع الله ویسا له باندې اړیکې درلودې او دستور یې هم له باندې اخیسته، نو ځکه د حکومت له لوري نیول شوی دی.
هغه ویلي، دغه ډول کسان باید د حکومت له لوري د پوښتنو او څېړنو لپاره ونیول شي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ نشراتي مرستیال عبدالحق حماد هم ویلي چې د نوموړي کړنې مشکوکې وې.
حماد زیاته کړې، مطیع الله ویسا سره پېژندګلوي نه لري، خو فکر کوي چې طالبانو د یوې لویې دسیسې مخه نیولې.
د هغه په خبره، د ویسا له نیول کېدو وروسته په دومره کچه پراخ غبرګونونه راپارېدل، دا مانا چې نوموړی همدومره تخریبي کړنې کولې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یوناما، د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپورټر د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او ګڼ شمېر نورو بنسټونو د هغه د راخوشې کېدو غوښتنه کړې.
مطیع الله ویسا له ۲۰۰۹ کال راهیسې د قلم لار ټولنې مشري کوله او له همدې لارې په هېواد کې د زده کړو په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړوله او بې وزله خلکو ته یې کتابونه او کتابچې وېشلې.

Comments are closed.

koi finance