د ملګرو ملتونو امنیت شورا: ترهګري افغانستان ته لوی ګواښ دی
خبریال وېبپاڼه: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په یوه ګډه اعلامیه کې ترهګري د افغانستان او نړۍ امنیت ته تر ټولو جدي ګواښ بللی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د دوشنبې ورځې ځانمرګی برید وحشیانه بللی .
دغې شورا د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د دغه ځانمرګي بريد د عاملينو او تمويلوونکو د ځواب ورکولو او محاکمې ته په اشارې سره ټينګار وکړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي دي چې هر ډول ترهګریز عمل جنایت دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د نړۍ سولې او امنیت ته د ګواښونو پر وړاندې د سازمان د منشور او نړیوالو قوانینو پر بنسټ د ټولو هېوادونو پر مبارزې ټینګار کړی دی.
باید وویل شي، چې دوه ورځې وړاندې هم په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته څېرمه د طالبانو پر یوه پوسته ځانمرګی برید شوی و.
په دې چاودنه کې پر عامو خلکو سربېره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکي هم وژل شوي او ټپیان دي.
د دې پېښې مسوولیت د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.
Comments are closed.