The news is by your side.

طالبانو د هرات یو شمیر اوسیدونکي د تراویح په لمانځه کې د نه ګډون له امله وهلي

خبریال وېبپاڼه: په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالب ځواکونو د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي د تراویح په لمانځه کې د نه ګډون له امله وهلي دي.

سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې طالبانو دغه کسان د تېرو دوو شپو په اوږدو کې د هرات ښار په ۱۱مه ناحیه کې وهلي دي.

د يوولسمې ناحيې د اوسېدونکو په وينا، په وهل شويو کسانو کې يو شمېر درمل پلورونکي، دوکانداران او ځايي اوسېدونکي شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو له دې وړاندې د هېوادوالو د څېړنو په لړ کې د مزارشريف ښار د ګذر له وکيلانو غوښتي وو، چې د “روژه خوړونکو” نوملړ چمتو کړي او هغوى ته دې وسپاري.

Comments are closed.

koi finance