The news is by your side.

د ټي ټي پي ډلې پاکستاني پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېبپاڼه: د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر چاودنه شوې، چې په پایله کې یې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي.
په وژل شویو کسانو کې یو یې لوړ پوړی افسر هم شامل دی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د پاکستاني پوځیانو یو موټر د سړک د غاړې په یوه ماین وربرابر شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې شپږ پولیس مرګوني ټپیان شوي، چې روغتیایي وضیعت یې نازک دی.

تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسوولیت منلی دی.

باید وویل شي، چې د دغه هېواد له حکومت سره د خبرو له ناکامېدو وروسته تحریک طالبان پاکستان خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په وروستیو میاشتو کې دغې ډلې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ګڼو ځانمرګو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

Comments are closed.

koi finance