The news is by your side.

المپیک نړیواله کمېټه: افغانستان کې پر ښځینه ورزشکارانو لګول شوي بندیزونه دې لېرې شي

خبریال وېبپاڼه: د المپیک نړیواله کمېټه وایي، چې په افغانستان کې دې پر ورزشکارانو لګول شوي بندیزونه لېرې شي.

یادې کمېټې په يوه غونډه کې په افغانستان کې د ښځینه ورزشکارانو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغې کمېټې ویلي، چې په یاده غونډه کې د افغانستان، ایران، هند او ګواتیمالا د ورزشکارانو وضعيت ارزول شوی دی.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د المپیک د نړیوالې کمېټې په وروستۍ غونډه کې د دې کمېټې له غوښتنې سره سره، د طالبانو لخوا په افغانستان کې سپورټ او زده کړو ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د المپیک نړیواله کمېټه او د افغانستان د بدني روزنې ریاست چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، سپورټ ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې د دغې ډلې له مشرتابه نه د تضمین په تمه دي.

دغې کمیټې زیاته کړې، چې اوسنیو حالاتو ته په کتو سره ژمنه ده چې د هغو ورزشکارانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک سیالیو کې د ګډون هوډ لري.

ویل کیږي چې اوسمهال لس افغان ورزشکاران د المپیک د نړیوالې کمیټې په مالي مرسته د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک سیالیو کې د ګډون په موخه له افغانستانه بهر په بیلابیلو څانګو کې پر تمرينونو بوخت دي.

Comments are closed.

koi finance