The news is by your side.

د جګړې د مطالعاتو انسټیټوټ: د طالبانو د مشر لخوا د واک انحصار به داخلي شخړې لا پسې زیاتې کړي

خبریال وېبپاڼه: د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې ګواکې د طالبانو مشر هڅه کوي په کندهار کې خپل پوځي جوړښت رامنځته کړي، د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ د دغې ډلې ترمنځ د خپلمنځي جګړو د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.

دغه انسټیټیوټ د طالبانو د غیرحاضر مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا د نظامي تشکیل د رامنځ ته کولو او همدارنګه د دې ډلې د مالیې د سرپرست وزیر د ګوښه کیدو مسئله مطرح کړې ده.

د دغه بنسټ په وینا، د طالبانو د مشر له خوا د خپلو ځانګړو پوځي ځواکونو د جوړولو هڅې ښايي په واک کې د هغه د انحصار په اړه اندېښنې لاپسې زیاتې کړي او د طالبانو د ډلو تر منځ شخړې زیاتې کړي.

دغه انسټیټیوټ زیاتوي: “د طالبانو مشر د مالیې وزیر له دندې ګوښه کړ او دا کار ښايي د طالبانو په بنسټ کې نوې درزونه رامنځته کړي.”

دې انسټیټیوټ په ځینو هیوادونو کې د داعش، القاعدې، ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو د مخ په زیاتیدونکي خوځښتونو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

دې ادارې دا هم ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د نویو ډلو همغږي کولای شي د پاکستان په ګڼ میشته سیمو کې د دې ډلې بریدونه ډېر کړي.

هېره دې نه وي، چې طالبانو تل خپل منځي اختلافات رد کړي او دا یې پروپاګند بللی دی.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو مشر په دې لټه کې دی چې په کندهار کې یو ځانګړی پوځي تشکیل جوړ کړي چې تر مستقیم څار لاندې به وي.

Comments are closed.

koi finance