The news is by your side.

بلخ او نیمروز کې د داعش او طالبانو جګړه شوې

خبریال وېبپاڼه: تېره شپه په بلخ او نیمروز ولایتونو کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښته شوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
یادې نښتې د بلخ په نهرالشاهي او د نیمرزو په د مرکز زرنج ښار په معصوم اباد سیمه کې شوې دي.
په دواړو ولایتونو کې نښتو څو ساعته دوام درلود چې دواړو لورو ته په کې درانه تلفات اوښتي.
خبریال ویبپاڼې ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، په نیمرزو کې ۴ او په بلخ کې درې طالبان وژل شوي، خو طالب چارواکي خپل لور ته د وژنې خبرونه ردوي.
په همدې حال کې دوی وايي چې په بلخ کې یې د داعش ډلې شپږ غړي وژلي، خو په نیمروز کې بیا د وژل شویو داعش جنګیالیو په اړه څه نه وايي.
خبریال ویبپاڼې ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، په نیمروز کې د داعش ډلې ۳ غړي وژل شوي چې یو یې د دغې ډلې مهم غړی دی.
په نیمروز او بلخ کې د داعش او طالبانو ترمنځ د نښتو خبرونه په داسې حال کې خپریږي چې طالبان وايي، په افغانستان کې داعش ډله له منځه تللې؛ خو په دې وروستیو کې د افغانستان د پلازمینې په ګډون په ټولو ولایتونو کې شوي بریدونه د داعش ډلې له لوري ترسره شوي دي.

Comments are closed.

koi finance