The news is by your side.

طالبان پلان لري خبریالان راجستر کړي؛ خو د خبریالانو مرکز وایي، چې دا د فشار سرچینه ده او باید لغوه شي

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) د هېواد د خبریالانو ثبتولو لپاره د طالبانو پلان په اړه غبرګون ښودلی او وایي، چې دغه طرحه پر خبریالانو فشارونه رامنځته کوي.

دغه مرکز په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ياده شوې طرحه، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له صلاحیته بهر او د خبريالانو د مورال او خپلواکۍ پر ضد ده.

دغه بنسټ له طالبانو د دغه طرحې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې، چې ددغه وزارت په ډیټابیس کې به د افغانستان د خبریالانو معلومات ثبتوي او هغوی ته به پېژندپاڼې وېشي.

دغه پرېکړه تېره ورځ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مشرتابه په اداري غونډه کې شوې.

د طالبانو د دغه وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي، له اطلاعاتو او کلتور وزارت پرته بل هېڅ دولتي بنسټ د مطبوعاتو په چارو کې د مستقیمې مداخلې حق نه لري.

د طالبانو دې پرېکړې د خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپارولې دي.

Comments are closed.

koi finance