The news is by your side.

خلیلزاد: طالبانو د دوحې له تړونه سرغړونه وکړه

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز په اړه له غبرګونونو وروسته، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمی خلیلزاد وایي، طالبانو د دوحې له تړونه سرغړونه کړې ده.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي نن په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز لګولو پرېکړه به د افغانستان د خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي.

د خلیلزاد په وینا، طالبانو د دوحې په تړون کې په افغانستان کې د ښځو د کار د دوام ژمنه کړې وه.

خلیلزاد ټینګار کړی، چې طالبانو په دې پرېکړې سره تېروتنه کړې ده.

زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې د دوحې په تړون کې خپلې ژمنې عملي کړي.

یوناما په دې وروستیو کې ویلي چې طالبانو په ننګرهار کې ددې ادارې ښځینه کارکوونکې له کار کولو منع کړي دي.

یوناما له ښځینه کارکوونکو غوښتي، چې تر راتلونکو دوو ورځو دې کار ته نه ورځي.

Comments are closed.

koi finance