The news is by your side.

ملګري ملتونه د ښځو د کار بندیز په اړه له طالبانو سره خبرې کوي

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سازمان سره د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته، دغه سازمان اعلان کړی چې په دې برخه کې به له طالبانو سره خبرې وکړي.

د فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند (سټیفن دوجاریک) له قوله راپور ورکړ چې که څه هم دوی تر اوسه د طالبانو له خوا په اړوندو ادارو کې د ښځو د کار د منعې په اړه لیکلي سند نه دی ترلاسه کړی، خو له معتبرو سرچینو دوی ته خبر ورکړل شوی چې دغې ډلې له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي، چې د دغه سازمان یو پلاوی به نن په کابل کې له طالب چارواکو سره ددې معلومولو لپاره خبرې وکړي، چې دغې ډلې ولې له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

سټیفن دوجاریک ټینګار وکړ چې په افغانستان کې له ۲۳ میلیونو اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره، د ملګرو ملتونو له اړوندو څانګو سره د ښځو کار اړین دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په دې وروستیو کې ویلي، چې طالبانو په ننګرهار کې، د دوی ښځینه کارکوونکو ته د کار کولو اجازه نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال په پای کې، په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

Comments are closed.

koi finance