The news is by your side.

سمنګان کې يو ځوان د طالبانو تر شکنجې لاندې وژل شوی

خبریال وېبپاڼه: له سمنګان ولایته سرچینې خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې په دغه ولایت کې یو تنکی ځوان د طالب جنګیالیو په سختو شکنجو وژل شوی دی.

د سمنګانو ولايت د شهيد ډاکتر اکرام الدين وکيل زاده روغتون، سيمه ييزو سرچينو نن وويل، چې دا پېښه په حضرت سلطان ولسوالۍ کې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر د کلي اوسېدونکى ١٦ کلن (جمعه خان) دوه ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ طالبانو له خوا نيول شوى و او تر وهلو ټکولو او شکنجه کېدو وروسته، د کوما په حالت کې د اکرام الدین وکیل زاده روغتون ته د لېږدولو پر مهال مړ شوى دی.

په همدې حال کې د سمنګانو په حضرت سلطان ولسوالۍ کې يوه باوري سيمه ييزه سرچينه وايي، چې دغه ځوان د طالبانو له خوا د خپل پلار او يوې شپاړس کلنې نجلۍ له واده سره، د مخالفت له امله نيول شوى او تر شکنجو لاندې وژل شوى دى.

د سمنګانو ولايت کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو تر دې وړاندې هم نیول شوي کسان تر مرګه شکنجه کړي او بیا یې د دوی جسدونه د هغوی کورنیو ته ددې ژمنې کولو سره سپارلي، چې موضوع به یې نه رسنیزه کوي.

Comments are closed.

koi finance