The news is by your side.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو پر کار د بندیز په اړه پټه غونډه کوي

خبریال وېبپاڼه: ټاکل شوې ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې ددغه سازمان پر ښځینه کارکوونکو، د طالبانو لخوا بندیز لګولو وروسته، د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې (لینډا ټوماس) په یوه ټویټ کې لیکلي، چې دا غونډه به نن جوړه شي.

ټوماس، د طالبانو له لوري د ښځو ضد وروستۍ پریکړه «د کرکې وړ» بللې ده.

د هغې په ​​وينا، افغان ښځينه کارکوونکې په افغانستان کې د بشري خدمتونو او مرستو د وېش مهمه برخه دي.

مېرمن توماس زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې زیانمنو قشرونو ته ژغورندويه مرستې رسوي.

د يادونې وړ ده، چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، د تېر کال په وروستيو کې هم له امنیت شورا نه په مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار کولو او په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د هغوی پر تحصيل او زده کړو د بندیز د لغوه کېدو په تړاو، د یوه پرېکړه لیک د تصویب غوښتنه کړې وه.

خو طالبانو د امنیت شورا د غړو له پرلپسې غوښتنو سره سره، په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لمن لاپراخه کړې ده.

Comments are closed.

koi finance