The news is by your side.

طالبانو نیول شوي خبریالان په دې شرط خوشي کړل چې نور به نېوکې نه کوي

خبریال وېبپاڼه: طالبانو په بغلان ولایت کې د دریو خبریالانو له نیول کېدو دوه ورځې وروسته د ژمنې په بدل کې خوشي کړي دي.

نوراغا سادات، په بغلان کې د ملي ټلویزیون خبریال او کمره مین صفي الله صفا او همدا راز د تنویر شمع سیمه ییز تلویزیون خبریال غلام علي وحدت د طالبانو د استخباراتو له خوا خوشې شول.

دغه خبریالان چې د خبریالانو د خوندیتوب د بنسټونو په منځګړیتوب خوشې شوي، ژمنه شوې چې د دې ډلې پر ضد به نور انتقادي مواد نه خپروي.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو دغه خبریالان د دې ډلې په اړه د انتقادي موضوعاتو له امله نیولي دي.

د دغو دريو خبريالانو نيولو غبرګونونه هم راوپارول.

نی یا د خبریالانو ملي اتحادیې او د ازادو خبریالانو ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو خبریالانو نیول غیرقانوني بللي او له طالبانو یې غوښتي چې د خبریالانو دوسیې دې د رسنیو د سرغړونې کمیټې ته وسپاري، څو هلته وڅیړل شي او بیا نورو ادارو ته هم واستول شي.

وسله والو طالبانو د دغو خبريالانو د نيولو د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

طالبان کله ناکله د دې ډلې پر پالیسیو د نیوکې له امله خبریالان نیسي، شکنجه کوي او زنداني کوي.

د دې ډلې په وروستۍ قضیه کې د مرتضی بهبودي په نوم خبریال څه باندې یوه میاشت مخکې نیول شوی او تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

Comments are closed.

koi finance