The news is by your side.

په بدخشان کې طالبانو یو شمېر ځوانان د اته رکعته تراویح د ادا کولو په تور وهلي او بندیان کړي

خبریال وېبپاڼه: په بدخشان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې طالبانو په دغه ولایت کې اته تنه لمونځ کوونکي وهلي او بندیان کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د امر باالمعروف کسانو دغو ځوانانو ته په اته رکعته د تراويح د لمونځ کولو سزا ورکړې ده.

د سرچينې په وینا، دغه ځوانان د څو ساعتونو لپاره د بدخشان ولايت په شهدا ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا بنديان وو.

ویل کیږي، هغه ځوانان چې وهل شوي او بندیان شوي د سلفیت پیروان وو او په همدې خاطر یې اته رکعته د تراویح لمونځ ادا کړ.

په همدې حال کې د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبانو د دغه ولایت اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې که په اتو رکعتونو کې د تراویح لمونځ وکړي سزا به ورکړل شي.

Comments are closed.

koi finance