The news is by your side.

یونیسف د کاپیسا ښوونځیو ته له ۶۶۰ زرو څخه زیات درسي کتابونه ورکړي دي

خبریال وېبپاڼه: په کاپیسا ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د دغه ولایت ښوونځیو ته لږ تر لږه ۶۶۰ او ۷۶ جلده درسی کتابونه ورکړې دي.

په کاپيسا کې د طالبانو د ښوونې او روزنې رييس مولوي احمد فريد حقاني وويل، چې د يونيسيف له خوا دغه رياست ته شاوخوا دوه سوه زره درسي کتابونه ورکړل شوي دي.

د حقاني په وينا، په پام کې ده چې په لومړي پړاو کې د کاپيسا د ولسواليو پر ښوونځيو دغه کتابونه ووېشل شي.

په کاپيسا کې د طالبانو دپوهنې رييس دغه راز زياته کړه چې اوسمهال ددغه ولايت ښوونځي يو ميليون کتابونو ته اړتيا لري.

دغه راز ويل کيږي چې د یونیسف له خوا د کاپیسا ولایت د ښوونځیو او ښوونکو لپاره خیمې او ۲۹۰۰ «د تعلیمي وسایلو کڅوړې» هم مرسته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په داسې حال کې د کاپيسا د پوهنې له رياست سره د درسي کتابونو مرسته کړې، چې د دغه ولايت زده کوونکي تل د کتابونو له کمښت اندېښنه څرګندوي.

Comments are closed.

koi finance