The news is by your side.

روسیې، چین، ایران او پاکستان د طالبانو له خوا پر ښځو د بندیزونو د ختمولو غوښتنه وکړه

خبریال وېبپاڼه: د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو او د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د بندېدو غوښتنه وکړه.

دغو هېوادونو نن د ازبکستان په سمرقند ښار کې د غیر رسمي څلور اړخیزې غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

په دې اعلاميه کې د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې د داعش په ګډون ټولې ترهګرې ډلې د نړۍ او سیمې امنیت ته جدي ګواښ ګڼلی دی.

يادو هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د يادو څلورو هېوادونو جګپوړو ډيپلوماټانو لا هم له امريکا او متحدينو يې د افغانستان بحراني حالت ته د ځواب ورکولو غوښتنه کړې ده.

دا د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او پاکستان دویمه څلور اړخیزه غونډه ده.

Comments are closed.

koi finance