The news is by your side.

هراتۍ مېرمنې: د طالبانو له لوري له رسټورانټونو څخه د مېرمنو منع کول شرموونکي دي

خبریال وېبپاڼه: رستورانت ته د ښځو د تللو منع کول؛ د هرات مېرمنې د طالبانو دغه پرېکړه «شرمناکه» بولي

په هرات کې د طالبانو د امر باامعروف او نهی عن منکر ریاست په دې وروستیو کې رستورانتونو ته د ښځو د ننوتلو مخه نیولې ده.

د رستورانتونو خاوندان وايي، چې د دې رياست د مسوولينو د لفظي حکم له مخې، هېڅ ښځه حق نه لري، چې رستورانت ته ننوځي.

د طالبانو دغه پرېکړه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د هرات مېرمنې د طالبانو دا پرېکړه “شرمناکه” بولي او وايي چې د دې ډلې ناوړه کړنې باید ژر تر ژره ودرول شي.

د رستورانتونو خاوندان هم رستورانتونو ته د ښځو د ننوتلو منع کول د دوی د سوداګرۍ د له ممځه تلو په توګه تعبیروي.

د رستورانت خاوندان وایي، چې د طالبانو د دې پریکړې پلي کیدل به د هرات د رستورانتونو د 50٪ څخه ډیر کاروبار په ټپه ودروي.

طالبانو خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

د هرات ښار اوسېونکې ګلالۍ خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې له خپل مېړه سره یې رستورانت ته د ننوتو مخه نیول شوې وه.

هغه وايي، چې هغې، مېړه او ماشومانو يې پلان درلود، چې د هرات ښار په يوه رسټورانټ کې روژه ماته کړي، خو کله چې رستورانت ته ننوتل، ورته وويل شول، چې يوازې نارينه د ننوتو حق لري او ښځې نه شي کولى، چې ننوځي.

ګلالۍ خبریال وېبپاڼې ته زیاته کړې، چې مېړه یې هڅه وکړه چې د رستورانت خاوند قانع کړی، خو بریالی نه شو.

ګلالۍ زیاتوي:«په تیرو کلونو کې به موږ اکثره شپې د روژه ماتي لپاره رستورانت ته تللو. مېړه مې وویل په کور کې څه مه جوړوه، موږ د ډوډۍ لپاره بهر ځو؛ خو کله چې موږ لاړو، د رستورانت شاګرد راته وویل، چې تاسو اجازه نه لرئ، یوازې نارینه اجازه لري. که څه هم زما میړه ټینګار کاوه، دوی وویل چې ښځه باید کور ته لاړه شي، تاسو ته د ننوتلو اجازه درکول کیږي.”

ګلالۍ همدا راز وایي، چې د رستورانت کارکوونکي یې خاوند ته ویلي، چې که کورنیو ته یې د ننوتو اجازه ورکړي، د طالبانو له خوا به یې رستورانت بند شي او جریمه به ورکړي.

د ګلالۍ په وینا: «زه ډېره ناهیلې وم او ډېر درد مې وکړ. “کله چې مې واورېدل چې ښځې رستورانت ته د ننوتو حق نه لري، نو فکر مې وکړ چې ښځې سپکې دي او ښځو ته د انسان په سترګه نه کتل کېږي.”

د هرات ښار یوه بله اوسېدونکې صفيه صديقي وايي، چې پر دې سربېره چې ښځې له نارينه سره رستورانت ته نه شي راتلاى، په انفرادي او ډله ييزه توګه رستورانت ته له ننوتو څخه هم منع دي.

د هرات دغه اوسېدونکې وايي، چې له يوې ډلې مېرمنو سره د روژه ماتي لپاره د ښار يوه رستورانت ته تللې وه، خو د ننوتو اجازه يې ورنه کړه.

مېرمن صدیقي زیاتوي، چې د ښځو په اړه د طالبانو فرمانونه سپکاوی دی او دغه ډله له ښځو سره د انسان په څېر چلند نه کوي.

بلخوا په هرات کې د رستورانتونو خاوندان وايي، چې د طالبانو د امر باالمعروف ریاست دوی ته لست ورکړی، چې هیڅ ښځې ته اجازه نه ورکوي چې رستورانتونو ته ننوځي. که یوازې وي یا د خپل میړه یا بل باوري سره.

په هرات ښار کې د يوه رستورانت خاوند فهيم وايي چې پخوا به يې د طالبانو په امر د پردو په لګولو سره د کورنۍ برخه بېله کړې وه، خو اوس امر شوى چې هېڅ ښځه دې رستورانت ته نه ننوځي.

د دغه رستورانت خاوند وايي چې رستورانت ته د ښځو د ننوتلو په منع کولو سره به هیڅ کورنۍ د هغه رستورانت ته نه ننوځي او په دې توګه به یې د مشتریانو شمیر کم شي.

فهیم زیاتوي: “طالبانو راته ویلي هیڅ ښځه دې رستورانت ته نه ورننوځي، حتی د محرم شرعي سره. د دوی د حکم له مخې مو پیسې مصرف کړې او د کورنۍ په خونو کې مو پرده نصب کړې، خو دوی بیا هم په ورځ کې یو امر ورکوي. زموږ ډیری پیرودونکي کورنۍ دي. “کله چې پر ښځو بندیز ولګول شي، موږ باید دا کاروبار وتړو.”

د نورو رستورانتونو خاوندان هم ورته شکایت لري او له طالبانو غواړي چې دغه بندیز لیرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ډېر محدودیتونه لګولي دي. تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو بنديز، په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو ځنډول، تفريحي پارکونو ته د ښځو او نجونو د ننوتلو بنديز او حمامونو ته د ښځو له ننوتلو منع کول هغه څه دي، چې د ښځو له پراخ غبرګون سره مخ شوي دي.

د ښځو له غوښتنو سره سره طالبانو د دوی غوښتنه نه ده منلې.

Comments are closed.

koi finance