The news is by your side.

ایران: طالبان زموږ زعفران پر خپل نوم صادروي

خبریال وېبپاڼه: د ایران د زعفرانو د ملي شورا منشي فرید منوچهري تور پورې کړی چې طالبان د ایران زعفران په خپل نوم نورې نړۍ ته صادروي.
یو شمېر ایراني رسنیو د نوموړي له قوله لیکلي چې د ایران د زعفرانو یوه برخه په قاچاقي او ناقانونه لارو افغانستان ته داخله شوې چې بیا د افغانستان په نوم او نښان د نورې نړۍ بازارونو ته صادره شوې ده.
نوموړي ویلي، د زعفرانو قاچاق کوونکي دا محصول له بازار څخه د رسمي صادروونکي په نرخ اخلي، خو د ګمرکي تعرفې او د صادارتو جواز اخیستلو په څېر یو شمېر لګښتونه نه ورکوي.
منوچهري ویلي، تر دې وروسته به د صادراتو ټول صادرونکي اړ کړي چې د خپل صادارت په ټاکل شوي سیسټم کې وړاندې کړي.
هغه دغه ویلي، په بانکي خدمتونو بندیز د دې سبب شوی چې د زعفران صادرونکي په قاچاقبرانو بدل شي او د ایران زعفران د قاچاق په ډول وپلوري.
د ایران د زعفرانو د ملي شورا منشي یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان زعفران په نړۍ کې غوره مقام ګټي.
د یادونې وړ ده چې لاهم طالبانو د دغه ایراني چارواکي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

Comments are closed.

koi finance