په پکتیکا کې د طالبانو پوځي عملیات؛ د تورن او د هغه د کورنۍ ترڅنګ، یرغمل شوي کسان هم ووژل شول
خبریال وېبپاڼه: په پکتيکا کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د يو تن د وژنې په تور د طالبانو د عملياتو په پايله کې د دغه سړي په ګډون اته تنه وژل شوي دي.
دا پېښه د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په پاینده خېلو کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچينې خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې طالبانو د خپل خسر د وژلو په تور د يوه سړي د نيولو لپاره عمليات پيل کړي وه، چې په دې وروستيو کې له تېښتې وروسته پکتيکا ته راستون شوى و.
ويل کيږي چې تورن کس د عملياتو له پيلولو وروسته له خپلې ميرمنې او ماشوم سره د خپل ګاونډ په يوه کور کې پناه اخيستې او د دغې کورنۍ غړي يې يرغمل کړي وه، څو طالبان يې د نيولو مخه ونيسي.
خو طالبانو وسلې پورته کړې او د ډزو په نتيجه کې تورن سړى، د هغه مېرمن او ماشوم او پنځه نور يرغمل شوي کسان چې دوه ښځې او درې ماشومان هم په کې شامل دي، ووژل شول.
د سیمې اوسیدونکي د یرغمل شویو کسانو ژوند ته د طالب جنګیالیو په بې احتیاطۍ او بې پروایۍ نیوکه کوي.
په پکتیکا کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې په قتل تورن سړي دوه ودونه کړي وه او د لومړۍ مېرمنې له کورنۍ سره يې دښمني درلوده.
Comments are closed.